د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو د بودیجې کمېټې غونډه ترسره شوه

media-moe
Thu, Apr 25 2024 2:48 PM
8888

د پوهنې وزارت او اړوند ریاستونو د مالي او تدارکاتي چارو د لا ښه والي په موخه، د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو د بودیجې کمېټې غونډه د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معینیت په تالار کې جوړه شوه.

یاده غونډه د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ د کابل ولایت او د ښار پوهنې، مالي او حسابدارۍ، تدارکاتو رئیسانو او یو شمېر نورو کارپوهانو په ګډون جوړه شوه.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د یاد وزارت د بودیجې څانګې د مسئولینو د هڅو د قدردانۍ په ترڅ کې، د دغه وزارت د ۱۴۰۲ کال د مالي او بودیجوي کړنو په نیمګړتیاوو، ستونزو او مثبتو ټکو خبرې وکړې او په پایله کې یې د ۱۴۰۳ مالي کال د پروګرامونو او تدارکاتي پلانونو په اړه لارښوونې او مشورې ورکړې.

نوموړي د کابل ولایت او د ښار له پوهنې مسئولینو وغوښتل، چې خپل تدارکاتي پلانونه له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ ترتیب او تنظیم کړي، ترڅو د روان ښوونیز کال د عمومي بودیجې له تصویب سره د فعالیتونو کاري بهیر له ځنډ سره مخ نه شي.

د غونډې ګډون والو هم په یاده برخه کې د سرچینو او ادارې معینیت له همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه، دوی د تېر کال د خپلو مالي کړنو راپورونه د غونډې رهبرۍ ته وړاندې کړل او د نوي ښوونیز کال پلانونه یې د غونډې له ګډون والو سره شریک کړل.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS