په کاپیسا ولایت کې خلکو د یو ښوونځي سره د تجهیزاتو مرسته وکړه
د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ د پوهنې آمریت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، یو تن علم پرور هېوادوال چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په دې وروستیو کې د ۵۰ زره افغانیو په ارزښت د شهید محمد قاسم منځني ښوونځي لپاره یو شمېر تخنیکي وسایل (کمپیوټر، لمریزې برېښنا سیسټم او نور) وپېرل، چې د چارواکو له خوا ترې مننه او قدرداني وشوه.