د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ط.الب العلمانو آزموینې بهیر څخه څارنه وکړه

media-moe
Wed, Jan 15 2025 11:06 AM
ads

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو او د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د ط.الب العلمانو د آزموینو بهیر څارنې په موخه نن کونړ ولایت ته ورسېد.

د اسلامي زده کړو معین په پیل کې د یاد ولایت د والي له مرستیال، پوهنې رئیس او یو شمېر کلیدي ځانګو آمرینو سره بحث او خبرې اترې وکړې، ورپسې نوموړی د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو آزموینو ځای ته ولاړ او د یادو آزموینو لړۍ یې له نږدې څخه وکتله.

دغه راز؛ نن د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د همدغو آزموینو څخه د څارنې لپاره پکتیکا ولایت ته ولاړ او په یاد ولایت کې یې د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو د آزموینو بهیر څخه له نږدې څارنه وکړه.

د پوهنې وزارت معینانو په دې کتنو کې له مسئولينو وغوښتل، چې د آزموينې روڼتیا او عدالت په جدي ډول مراعات کړئ او د هغو پر نظم او ډسپلین یې ټینګار وکړ.

همدارنګه د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مدارسو آزموینې وڅارلې او د هغوی د بشپړ نظم په تړاو یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو هم د هېواد په ولایتونو کې د ثانویه او مافوق ثانویه آزموینو بهیر له نږدې وڅاره او د دغو آزموینو د روڼتیا د تامین په موخه یې مسئولینو او لوړ پوړو څارونکو ته اړین هدایات وکړل.

د يادونې وړ ده، چې نن د څلورمې ورځې لپاره د مدارسو «د ثانویه اومافوق ثانویه مرحلو آزموینې» په ټول هېواد کې په بشپړه بریا سره پلې او دغه لړۍ به تر راتلونکې پنجشنبې ورځې دوام ولري.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS