رسنیز بلنلیک

په پام کې ده چې، د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې څانګې د وړاندې شوي پلان سره سم، د افغانستان.ا.ا. د بریا د څلورمې کالیزې په مناسبت، د مسئولینو، ښوونځیو زدهکوونکو او سپورټمینه والو په حضور کې، د کابل ښار د ۲۰ بابه لېسو د زدهکوونکو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د منډې وهلو سیالۍ له دارالامان ماڼۍ څخه تر حبیبیې عالي لېسې پورې پرانیستل شي.
د سیالۍ پیل: ۲۳/۲/۱۴۴۷ (۲۶/۵/۱۴۰۴) نېټه، یکشنبې ورځ، د سهار ۶ بجې؛
پته: کابل ښار، له دارالامان ماڼۍ څخه تر حبیبیې عالي لېسې ودانۍ پورې؛
د ټولو رسنیو د سپورټي څانګو له درنو خبریالانو څخه هیله کېږي، چې د یادو سیالیو په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست