رسنیز بلنلیک

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
54

په پام کې ده چې، د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې څانګې د وړاندې شوي پلان سره سم، د افغانستان.ا.ا. د بریا د څلورمې کالیزې په مناسبت، د مسئولینو، ښوونځیو زده‌کوونکو او سپورټ‌مینه والو په حضور کې، د کابل ښار د ۲۰ بابه لېسو د زده‌کوونکو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د منډې وهلو سیالۍ له دارالامان ماڼۍ څخه تر حبیبیې عالي لېسې پورې پرانیستل شي.

د سیالۍ پیل: ۲۳/۲/۱۴۴۷ (۲۶/۵/۱۴۰۴) نېټه، یکشنبې ورځ، د سهار ۶ بجې؛

پته: کابل ښار، له دارالامان ماڼۍ څخه تر حبیبیې عالي لېسې ودانۍ پورې؛

د ټولو رسنیو د سپورټي څانګو له درنو خبریالانو څخه هیله کېږي، چې د یادو سیالیو په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري وکړي.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

د هرات ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د یاد ولایت له یو شمېر ښوونځیو څخه ۲۰۰ زره ټوکه اضافي درسي کتابونه راټول او هغو زده‌کوونکو ته ووېشل شول، کوم د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو. . .

BACK TO NEWS