په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۴
قفلثق

د هرات ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د یاد ولایت له یو شمېر ښوونځیو څخه ۲۰۰ زره ټوکه اضافي درسي کتابونه راټول او هغو زده‌کوونکو ته ووېشل شول، کوم د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ وو.
د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د یادو کتابونو د وېش پر مهال وویل چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به د زده‌کوونکو درسي کتابونو کمښت ستونزې تر ډېره بریده هوارې او هغوی به وکولای شي، خپلې زده‌کړې په ښه او منظم ډول پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځيو۸۹ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره روزنیزه غونډه جوړه شوه

د بامیان ولایت مرکز اړوند ۸۹ تنو ښوونکو او د ښوونځیو آمرینو لپاره "د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج" تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې روزنیزه غونډه پرانیستل شوه.
 په دغه درې ورځنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۳
Background image

د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې 

د لوګر ولایت علم‌پالو اوسېدونکو د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د یاد ولایت له پوهنیز بهیر سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې په لاندې برخو کې لګول شوې دي:
د یوې. . .

BACK TO NEWS