په هلمند ولایت کې د ساینسي علومو ښوونکو لپاره علمي سیمینار پیل شو
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د هغوی د تدریسي مېتودونو لاښه والي په موخه، د مرکز او ناوه، مارجه، نادعلي او ګرشک ولسوالیو د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري او چارواکو په حضور کې شپږ ورځنی علمي سیمینار جوړ کړ.
د سیمینار لومړۍ دوره د ولایت مرکز ته نږدې ولسوالیو څخه د ۱۱۰ تنو ښوونکو لپاره ترسره شوه، چې پکې د ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي او ټولنیزو علومو مضمونونه شامل وو.
د چارواکو په وینا؛ د دې سیمینارونو له لارې دوی هڅه کوي، چې په لېرې پرتو ښوونځیو کې د ساینسي مضمونونو تدریسي کیفیت پیاوړی کړي.
