د پوهنې محترم وزیر د میدان وردګ ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Dec 30 2025 3:03 PM
سیبسظیب

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، میدان وردګ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه لیدنه او کتنه وکړه.
د پوهنې محترم وزیر د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال په خپله وینا کې طالب‌العلمان د پیغمبرانو«علیهم‌السلام» وارثان وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهې ترلاسه کولو لپاره شپه-ورځ هڅې وکړي او دغه لوی مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
همدارنګه نوموړي وویل:( طلاب او زده‌کوونکي د اسلامي نظام د راتلونکي مشران دي او زیاته یې کړه چې، د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره هغوی کولای شئ، د اسلامي نظام او مسلمه امت ښه استازیتوب وکړئ.
دغه راز د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ازموینې په پروسه کې د بشپړې روڼتیا او عدالت تامینولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Dec 29 2025 2:48 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Arrives in Logar Province to Oversee the Examination Process of Religious Schools

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, traveled to Logar Province on an official visit. During a meeting with the Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Thu, Dec 04 2025 10:06 AM
Background image

Supervision of the Honorable Minister of Education over the Standardized Examinations in 10thDistrict of Kabul City

The Honorable َAlhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, visited Amani High School in Kabul City to oversee the administration of standardized examinations for students of. . .

BACK TO NEWS