د غور ولایت په مرکز کې د سوادزدهکړې کورسونه پرانیستل شول
د غور ولایت پوهنې ریاست له لوري، د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند جريندیم په سیمه کې د سوادزدهکړې دوه بابه کورسونه جوړ او پرانیستل شول.
د دغو کورسونو په جوړېدو سره، د غور ولایت د مرکز له ۵۰ څخه زیاتو بېسواده او کمسواده کسانو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین وایي، دغه کورسونه د درسي وسایلو او اړینو اسانتیاوو سره سمبال شوي دي، تر څو ګډونوالو ته معیاري او اغېزمنې زدهکړې وړاندې کړي.
