په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې
د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.
یادې ازموینې د دواړو ولایتونو پوهنې مسئولینو په حضور کې ترسره شوې، چې په کابل ولایت کې ۸۵ تنو او په پروان ولایت کې ۲۵۰ تنو په دغو ازموینو کې ګډون درلود.
د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده، هغه زدهکوونکي چې شرایط پوره کړي، د زدهکړو د دوام لپاره د رسمي ښوونځیو اړوندو ټولګیو ته وروپېژندل شي.
