ننگرهار ولایت کې له راستنو شویو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د ننگرهار ولایت پوهنې ریاست، د دې لپاره چې له بهر څخه هېواد ته د راستنو شویو ماشومانو تعلیمي سویه وارزوي، له ۳۸ تنو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
تمه ده چې د سویې له ټاکلو وروسته به یاد زدهکوونکي د خپلو زدهکړو د دوام لپاره په بېلابېلو ښوونځیو کې جذب شي.
