په زابل ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړېدلو کارونه پیل شول
د زابل ولایت میزان ولسوالۍ په اړوندو کې د حضرت انس بن مالک «رضي الله عنه» مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ پر هغه یو نیم جریبه ځمکه جوړېږي چې د همدې مدرسې لپاره وقف شوې ده.
دغه ودانۍ چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ جوړېږي، څلور درسي ټولګي او یوه اداري خونه به ولري، چې شاوخوا ۱۵۰ تنو زدهکوونکو ته به مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر کړي.
د زابل پوهنې مسوولین وايي، د ځمکې بیه او د ودانۍ د جوړېدو ټول لګښت شاوخوا ۴۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د زابل ولایت د اوسېدونکو له مالي ملاتړ څخه د هېواد د تعلیمي نظام په پیاوړتیا کې مننه او قدرداني کوي.
