په جوزجان ولایت کې له ۳۱ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د ځانګړې کړنلارې له مخې، له ۳۱ تنو راستنو شویو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ماشومان به له بشپړې ارزونې وروسته د خپلو تعلیمي سویو مطابق په ښوونځیو کې شامل او خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي.
