پکتیکا ولایت کې د دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه
د پکتیکا ولایت شخیلآباد ولسوالۍ په اړوندو کې د “خیرالمدارس” په نوم دیني مدرسې لپاره شاوخوا ۴ جریبه ځمکه د سیمې اوسېدونکو لخوا وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د دغه معارفدوستانه اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل چې د مدارسو او ښوونځیو لپاره د ځمکې وقف کول نه یوازې د دنیا او آخرت له پلوه ثواب او فضیلت لري، بلکې په هېواد کې د تعلیمي مرکزونو د پیاوړتیا او پراختیا لامل هم ګرځي.
