په لغمان ولایت کې د یو نیم میلیونه افغانیو په ارزښت، یوباب ښوونځي لپاره ځمکه وقف شوه
د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ د پیتک سیمې اړوند د شهید عبدالرزاق لومړني ښوونځي لپاره، د یادې ولسوالۍ یوتن علمپروره اوسېدونکي محترم سید میرزا له لوري شاوخوا ۸ بسوې ځمکه، چې ارزښت یې یو نیم میلیون افغانۍ کېږي، مرسته او وقف شوه.
پوهنې وزارت د هېواد د پوهنیز نظام ملاتړ له امله د نوموړي هېوادوال له مرستې څخه مننه او قدرداني کوي.
