د کندز ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۴۰۴ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د کندز ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د سویې تثبیت ازموینو د درېیم پړاو په لړ کې، د راستنېدونکو کډوالو له شاوخوا ۴۰۴تنو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د دې لپاره ترسره شوه، ترڅو دغه ماشومان د کندز ولایت د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو ټولګیو کې شامل کړل شي.
