بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو
د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱ میلیون او ۴۳۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت رغول شوی، ۹ درسي ټولګي لري او په پایله کې یې شاوخوا ۶۰۰ تنو زدهکوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شو.
