د پکتیکا ولایت د ښوونځیو ښوونکو او زدهکوونکو ته قرطاسیه ووېشل شوه
د پکتیکا ولایت د ښوونځیو ښوونکو او زدهکوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي مرستندویو توکو ۱۰ زره او ۱۲۲ کڅوړې ووېشل شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د ښوونکو لپاره د درسي مرستندویو توکو ۲ زره او ۸۱۷ کڅوړې او د زدهکوونکو لپاره د قرطاسیې، ښوونیزو بکسونو او نورو اړینو توکو ۷ زره او ۳۰۵ کڅوړې شاملې دي.
یادې مرستې د یوه همکار بنسټ لخوا د پوهنې ریاست د منظم پلان له مخې د دغه ولایت پر مستحقو ښوونکو او زدهکوونکو ووېشل شوې.
