په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي زدهکوونکي د پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمن شول
د لوګر ولایت برهکي برک ولسوالۍ اړوند د سلوزي کلي «سلوزي لېسې» د څښاک پاکو څاه کیندلو چارې د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د مسوولینو په وینا، د یاد څاه د کیندلو او تجهیز لګښت د سیمې د خلکو لخوا پوهنې ته د مرستې په توګه ورکړل شوی دی.
پورته ذکر شوی څاه ۱۲ اینچه قطر او شاوخوا ۱۲۰ متره ژوروالی لري، چې له امله یې تر ۱۷۰۰تنو ډېرو زدهکوونکو د پاکو اوبو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړ.
