د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس بدخشان ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا د رئیس الحاج مولوي محمد ابراهیم عمري په مشرۍ پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا برخې له غړو سره په یوه ناسته کې وکتل.
په یاده ناسته کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا د غړو د اجراآتو څرنګوالي، د مسلکي برنامو پلي کولو، د ښوونکو د وړتیا لوړونې او اړوندو کړنو لا ښې همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه د مسلکي پراختیايي پروګرامونو د کیفیت پر ښه والي او د مسوولیتونو پر اغېزمن ترسره کولو ټینګار وشو.
پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې له سایف شهید او بتاش لېسو څخه د لیدنې پر مهال، د یادو ښوونځیو له مسوولینو او استاذانو سره وکتل او د زدهکړې بهیر، درسي وضعیت او د ښوونکو د مسلکي پراختیا اړوند فعالیتونه یې له نږدې وڅېړل او اړوندو چارواکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
