د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز
۱- د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار دهمغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د دهمغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې اوسمهال یې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو زدهکوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړی دی.
۲- د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ اړوند د سپینه عالي لېسې ودانۍ، چې دهلېزونه او درسي ټولګي هم پکې شامل دي، د سیمې د خلکو په مرسته د ۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګ شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، په دې اړه ویلي: «موږ باور لرو چې د دغه شان همکاریو له لارې نه یوازې د زدهکړې کیفیت ښه کېږي، بلکې د خلکو او دولت ترمنځ د باور فضا هم پیاوړې کېږي.»
۳- د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره شوې.
