د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور
د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند، فراه، لوګر او کاپیسا ولایتونو د پوهنې رياستونو د دعوت او ارشاد مسوولینو له لوري د ولسوالیو په کچه له امارتي او خصوصي ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو څخه د تدریسي بهیر څارنه ترسره شوه.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد اړوند دیني او روزنیزو درسونو لړۍ هم دوام درلود. په دغو درسونو کې د اسلامي ارزښتونو، ښو اخلاقو، اداري مسوولیتپالنې، د اسلامي لارښوونو د مراعاتولو او په کاري چاپېریال کې د غوره چلند پر اهمیت ټینګار وشو.
