د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیاوو په موخه، د ودانيو د ساتنې، مراقبت او املاکو ریاست د استفادې لپاره د ۱۰ قلمه ټکنالوژیکي وسایلو تهیه کولو او پېرلو پروژه د «عبدالرؤف حمیدي لوژستیکي خدماتو» شرکت ته د ۸ میلیونه، ۴ زره او ۱۰۰.۵ افغانیو په ټولیز ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ده افغانان سيمې ته څېرمه، په محمدجان خان واټ کې موقعيت لري، وړاندې کړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
