په لوګر کې له ۸۲ تنو یتیمو او بېسرپرستو زدهکوونکو سره د ښوونځي د جامو مرسته وشوه
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ درې بابه ښوونځیو اړوندو۸۲ تنو یتیمو او بېسرپرستو زدهکوونکو سره د ښوونځي د نویو جامو مرسته وشوه.
یاده مرسته د علمي شخصیت ډاکټر خوشرنګ احمدزي له لوري د ازرې مرکزي لېسې، غازي خلیل منځني ښوونځي او امانخېل لومړني ښوونځي له زدهکوونکو سره شوې، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ ښودل شوی دی.
