د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د مسلکي پراختيا غړو سره د تدريسي چارو او روزنيزو برنامو په هکله خبرې وکړې او د ښوونیز او روزنیز وضعیت لاپیاوړتیا په هکله یې له چارواکو سره یو شمېر مهمې سپارښتنې شريکې کړې.
بل پلو د لغمان پوهنې مسوولینو د پوهنې وزارت له پلاوي هرکلی وکړ او د هغوی د برنامو د پلي کېدو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
