په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول
د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسنآباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
