په جوزجان کې د شاوخوا ۱۱۳ زره زدهکوونکو لپاره د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه
د جوزجان ولایت د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې شاوخوا ۱۱۳ زره زدهکوونکو ته د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حزبالله مبشر وایي چې په هره خوراکي کڅوړه کې ۶.۵ کیلوګرامه اوړه، ۷۰۰ ګرامه بوره، ۴۰۰ ګرامه ممیز او ۴۰۰ ګرامه چهارمغز شامل دي، چې د زدهکوونکو او د هغوی د کورنیو ملاتړ په موخه وېشل کېږي.
