بدخشان ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ په افچها کلي کې د قاري عبدالقدوس لومړني ښوونځي بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست او نورو سیمه ییزو ادارو د مسئولینو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په خپله وینا کې د هېواد بچیانو د زدهکړې او روزنې لپاره اسانتیاوو برابرولو ته په اشارې سره وویل: دا ښوونځی د افچها کلي ماشومانو لپاره د سالم ښوونیز چاپېریال برابرولو لپاره جوړېږي او د جوړولو لګښتونه به یې د ځایی خلکو په مستقیمه مرسته او همکارۍ تامین شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ښوونه او روزنه د راتلونکو نسلونو حیاتي اړتیاوې دي او د یادې پروژې پلي کول د ماشومانو روښانه راتلونکي لپاره د عام ولس د مسئولیت او ژمنتیا احساس ښیې، چې موږ یې ستاینه کوو.
هغه زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د پوهنې وزارت او همکارو ادارو په مرسته د دې ښوونځي نور اړین توکي، تجهیزات او اړتیاوې پوره کړو.