د بلخ ولایت د «ابوالمطیع بلخي دارالعلوم» څخه ۱۵ تنه طلاب فارغ شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۸:۵۳
14

د مزارشريف ښار د «ابوالمطیع بلخي دارالعلوم» له لویې دورې څخه ۸ تنه او د حفظ له دورې ۷ تنه طلاب فارغ او د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې یې پر سرونو باندې د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.

په یاده پرتمینه غونډه کې د بلخ پوهنې مسئولينو، د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې استازو، ديني علماوو، قومي مشرانو او د طلابو د کورنيو غړو ګډون درلود.

د مزارشريف ښار پوهنې آمر حافظ مولوي محمد نعيم بلخي او يو شمېر علماوو د یادو طلابو د فراغت له امله خوښي څرګنده کړه او فارغانو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ، د علماوو د مقام په اړه خبرې وکړې او د هیواد په آبادۍ کې یې د دیني او عصري علومو پر زده کړو ټینګار وکړ.

د غونډې ګډون والو د خپلو اولادونو لپاره د زده کړو په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې له ښوونیز نظام سره به خپله مادي او معنوي همکاري لا پیاوړې کوي.

په پای کې پر فارغانو پر سرونو د پګړیو تړلو ترڅنګ ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې ښوونیزو مرکزونو سره څه د پاسه د ۸۸۰ زره افغانیو مرسته شوې

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اوسېدونکو په یادې ولسوالۍ کې ۹ بابه دیني مدارسو سره ټولټال ۸۸۶ زره ۶۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان «حریت». . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو د ۲۳۶ خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې سره سم، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار او ۲۳ ولسوالیو په ښوونځیو کې د ښوونکو د ۲۳۶ خالي بستونو لپاره آزموینه، د پوهنې رئیس مولوي محمد شریف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۰
Background image

په سرپل ولایت کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د سرپل ولایت د ښوونځیو ۶۰۰ تنو ښوونکو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د پوهنې یوې ملاتړ ادارې لخوا د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې.

د سرپل ولایت پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS