د روان کال تر پایه به د ننګرهار په ولایت کې دوه زره نوي ښوونکي پر دندو وګومارل شي

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د ننګرهار د نوي والي ضیاالحق امرخیل په پېژند غونډه کې د خبرو پرمهال وویل؛ د جمهور رییس محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې او لارښوونې له مخې به دروان کال تر پایه دوه زره ښوونکي د ننګرهار د پوهنې رییس په غوښتنه پر دنده وګومارل شي او په دې توګه به د ننګرهار پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونکو ستونزه تر یو بریده راکمه شي.
د چارو د ادارې رییس دغه راز په ننګرهار کې د بریښنایي تذکرو دویش پر چټکتیا ټینګار وکړاو ویې ویل دبریښنایي تذکرو په ویش سره به د ننګرهار داوسیدونکو کره احصایه معلومه او تر مخه به یې د معارف او روغتیا په ګډون دګڼو ادارو تشکیلاتي او بودیجوي ستونزې هوارې شي.
ننکرهار پوهنې ریاست مشرتابه د جلالتماب جمهور رییس له دغه پاملرنې او لورینې مننه کوي او ژمنه کوي چې د پوهنیز بهیر د لاپیاوړتیا او پرمختګ لپاره لاهلې ځلې کوي.