د غور ولایت ښوونځيو ته درسي توکې وویشل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۳:۲۷
توزیع مواد آموزشی برای مکاتب ولایت غور

د پوهنې وزارت، غور: د یونیسف موسسې په مالي مرسته د غور ولایت د ښوونځیو زده کونکو ته یو شمیر درسي توکې دپوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو آمر استاد میراحمد حسیني، د یونیسف موسسي مسوولینو او د ولسوالیو د پوهنې آمرینو په شتون کې وویشل شول.

د غور د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر پوهاند میراحمد حسیني د درسي توکو د ویش پرمهال د یونیسف ادارې نه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه توکي به د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو له لارې د دغه ولایت ټولو ښوونځیو ته وویشل شي.

ښاغلي حسیني زیاته کړه چې د درسي توکو ویش به د زده کړې پروسې په پیاوړي کولو کې اغیزمن وي او د ښوونځيو زده کونکي به زده کړو ته وهڅوي او ډیر ماشومان به د غور ولایت ښوونځیو ته جذب کړي.

په مرسته شویو درسي توکو کې خیمې، د زده کوونکو لپاره د درسي موادوکیټونه، د ښوونکو دلارښود کیټونه، بکسونه، روغتیایي کیټونه، فرشونه او سپورټي وسایل شامل دي چې د غور ولایت زده کونکو ته به وویشل شي.

د غور ولایت د ولسوالیو د پوهنې آمرینو د پوهنې وضعیت ښه کولو لپاره د درسي توکو د ویشلو له امله د یونیسف موسسې نه مننه وکړه او د دې ولایت په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو لپاره د ماشومانو هڅولو ته هم اشاره وکړه.

د یادونې وړ ده چې یونیسف موسسې د پوهنې ریاست سره په ګډه د ښوونې او روزنې وضعیت ښه کولو په موخه تل د دې ولایت له ښوونځیو او زده کونکو سره همکاري کړیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون نوبتي غونډه د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 په دغه غونډه کې د کمېسیون غړو او د وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت د غونډو تالار ۵۰ سلنه کارونه پرمخ تللي

د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د غونډو تالار او اداري خونې جوړولو چارې، چې تمه کېږي ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت به ولري، روان دي او تر اوسه پورې یې ۵۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د اسلامي.ا. د مشرتابه عالي مقام فرمانونه تشرېح او توضېح شول

د غور ولایت پوهنې ریاست د پروګرامونو د آمرینو په ګډون د امربالمعرف او نهی عن المنکر د قانون او د اسلامي.ا. د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو او لارښوونو په اړه روزنیز پروګرام، د یادې ادارې. . .

BACK TO NEWS