د لغمان د ښوونځیو له یتیموزده کوونکو سره مرسته وشوه
د پوهنې وزارت_لغمان: د HHRD موسسې له لوري د لغمان ولایت د پوهنې رياست اړوندو ښوونځيو له يتيمو زده کوونکو سره مرسته وشوه!
په مرسته شويو ټوکو کې جامي، بوټونه، د ښوونځي بکسي او قرطاسیه باب شامل دي، چې د لغمان ولایت اړوند د ښوونځیو ۲۵۰ تنو یتیمو زده کوونکو باندې وویشل شوه.
په هغه غونډه کې چې د دې توکو د ویش په موخه جوړه شوې وه، دیادې موسسې د زون مسول ذبيح الله شيرزاد او ولايتي مسول ښاغلي خيبر روحاني ويناوې وکړې او د پوهنې ریاست سره یی دوامدارو مرستو ژمنه وکړه، همدارنګه د لغمان ولايت د پوهنې رياست تدريسي آمرې برشنا خادم له HHRD موسسي له مسوولینو مننه وکړه او د يادې موسسې څخه يې د دوامدارو مرستو غوښتنه وکړه.
