د لوګر په ښوونځیو کې د کرونا، ملاریا او لشمانیا ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۶:۳
د لوګر په ښوونځیو کې د کرونا، ملاریا او لشمانیا ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل شو

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د ښوونځیو ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د کورنیو غړو ته د کرونا، ملاریا او لشمانیا ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو.

یاد کمپاین د پوهنې ریاست د روغتیایي چاور مدیریت د غوښتنې له مخې د عامې روغتیا ریاست او یونیسف موسسې په مالي مرسته پیل شو.

دا کمپاین د مرکز او ولسوالیو د نجونو او هلکانو په ټولو ښوونځیو کې ترسره کېږي، چې څه باندې یوه میاشت وخت به ونیسي.

په دې کمپاین کې ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د کورنیو غړو ته د درېیو ساري ناروغیو لکه کرونا، ملاریا او لشمانیا د مخنیوي لارو چارو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي یاد کمپاین ګټور بولي او وایي، چې په دې سره به د ښوونځیو ښوونکي، زده کوونکي او د زده کوونکي د کورنۍ غړي د کرونا، ملاریا او لشمانیا ناروغیو د مخنیوي په لارو چارو بلد شي.

هغه زیاته کړه،چې د نوموړو ناروغیو په برخه کې ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د کورنیو غړو ته عامه پوهاوی ډېر مهم دی او ګټور به تمام شي.

په روان کال کې، په لوګر کې دا لومړی ځل دی، چې د ښوونځیو ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د کورنیو غړو ته د کرونا، ملاریا او لشمانیا ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیلېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه

د سیمې د متدینو خلکو لخوا، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په ارخي کلي کې د دار الحفاظ لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه.
د دغې ځمکې د سپارلو په مراسمو کې پوهنې چارواکو، د دارالحفاظ او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کمال خېل منځني ښوونځي لپاره د ۵.۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د لمریزې برېښنا دغه نوی سیسټم د ښوونځي د مدیر، ښوونکو او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

د بامیان ولایت یوې لېسې سره د ۷۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکو د اړینو اداري او تدریسي تجهیزاتو پېرودلو په موخه، د یادې ولسوالۍ د شنیه اخضرات عالي لېسې سره د ۷۴ زره ۲۰۵ افغانیو مالي مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS