د مرکزي او ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۲:۲۴
14

- د پوهنې وزارت د کړنلارو سره سم، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښوونځیو د زده کونکو د لیاقت، معذرتي او مشروطۍ آزموینې په شفاف ډول ترسره شوې.

- د شنه ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په موخه، د هېواد په ټولو مرکزي او ولایتي پوهنې ریاستونو، ولسوالیو پوهنې آمریتونو او ښوونځیو کې د نیالګیو کښینولو کمپاینونه دوام لري.

- پکتیکا:
د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۵ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه یو سیمینار ترسره شو.

- ننګرهار:
د ننګرهار ولایت د ۲۳ ولسوالیو پوهنې آمرینو او مدیرانو لپاره په اداري چارو کې د لازیات دقت او روڼتیا په موخه یو ورځنی مسلکي سیمینار ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS