د مرکز او ولایتونو پوهنې خبرونه

کابل
د کابل ښار د درېیمې ناحیې بااحساسه خلکو په خپل شخصي لګښت، د غازي عالي لېسې په انګړ کې د ۱۸۰ زره افغانیو په لګښت، د څښاک پاکو اوبو څاه وکینده، چې د پوهنې مسئولینو، د خلکو استازو او د یادې لېسې د منسوبینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
کندهار
د کندهار ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي، د یاد ولايت سپين بولدک ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه.
پکتیا
د پکتيا ولايت د څمکنيو او احمدآباد ولسواليو يو شمېر ديني علماوو او قومي مشرانو، د یاد ولايت له پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي سره په ليدنه کې، د خپلو ولسواليو د ښوونيز او روزنیز وضعيت لاښه والي په موخه، خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
یو ځل بیا هم له یاد ولایت څخه:
د پکتیا ولایت پوهنې ریاست، د مدارسو او ښوونځيو له ۳۰۰۰ تنو زده کوونکو څخه د ا.مارت پېژندنې رقابتي آزموینه واخیسته.
د یاد ولايت د پوهنې رئيس په ويناء: د دغو سياليو ځخه یې اساسي موخه، د ځوانانو د پوهاوي کچې لوړول دي.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي: د یاد ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې یې د وېجاړو شویو ښوونځیو یو زره ۱۹۰ پایې مېزونه- څوکۍ او ۴۴بابه دروازې او کړکۍ بېرته فعالې او ترمیم کړې دي.