د ننګرهار د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو تر منځ ورزشي سیالۍ پیل شوې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند په اته ولسوالیوکې دښوونځیو ترمنځ ورزشي سیالیو ترسره کیدو لړۍ پېل شوه.
د پوهنې ریاست د ورزشي آمر ډاکتر منیر الدین خالد وایي د پوهنې رییس په ځانګړې سپارښتنه دا سیالۍ چې د کرکټ، والیبال، جمناستیک او فوټبال لوبې پکې شاملې دي د مومندرې،بټي کوټ، بهسود، سرخرود، لالپوره، غني خیل، رودات او چپرهار ولسوالیو په اړوندو ښوونځیو کې تر سره کیږي.
نوموړی وایې د دې سیالیو د ترسره کیدو بنسټیز پیغام د ځوانانوسالمه روزنه او همدارنګه په ماشومانوکې ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي تر سره کول دي. ډاکتر منیر احمد خالد وایي په جلال اباد کې د روټري نړیواله اداره ورسره د لوبغاړو لپاره د لباسونو او نورواړتیا وړ توکو د چمتو کولو په برخه کې مرسته کوي.
دغه ټولې ورزشي لوبې به پوهنې ریاست د ورزشي امریت تر څارنې لاندې ترسره کیږي.