د ولایتونو د پوهنې خبرونو ته یوه کتنه
![ty](/sites/default/files/2023-07/whatsapp_image_2023-07-08_at_12.30.39_pm.jpeg)
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد قوش تېپې او درزاب ولسواليو ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې له مسوولينو او ديني عالمانو سره د مدارسو او دارالعلومونو لپاره د نويو بستونو وېش په اړه چې په دې وروستيو کې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي وو خبرې وکړې.
تخار:
د تخار د پوهنې ریاست رهبرۍ غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر تر څارنې لاندې د ښار اړوند ښوونځیو مدېرانو او آمرانو په ګډون جوړه شوه.
نوموړي د ازموينې دکړنلارې په اړه د دغه ولايت د پوهنې له مسؤلينو وغوښتل، چې د هېواد د ماشومانو سالمو زده کړو ته زياته پاملرنه وکړي.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د محمد اغې عالي لېسې تدریسي او اداري چارې له نيږدې وکتلې او مسؤلینو ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ملتیا د رياست انګړ او اړونده څانګې د عمومي اشر په پروګرام کې پاکې کړې.
نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې د چاپېريال پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
زابل:
د زابل ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي د ښار اړوند د شاه مردان عالي لېسې اداري او تدریسي اسنادو د کتنې پر مهال د دغې لېسې د زده کوونکو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهير څخه څارنه وکړه.