د ولایتونو له پوهنې رياستونو د څو خبرونو لنډیز
![123](/sites/default/files/2023-07/whatsapp_image_2023-07-16_at_12.20.55_pm_1.jpeg)
سرپل
د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ کې د نسوان ګذر عالي لېسې د بنسټ ډبره د پوهنې آمريت د مشرتابه، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د ولسوالۍ استازو او د خلکو شورا غړو په حضور کې کېښودل شوه.
د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر د پوهنې له دوستو خلکو څخه چې یادې لېسې ته یې ځمکه ورکړې وه مننه وکړه، او له هغوی یې وغوښتل چې خپل اولادونه زده کړو ته د هڅولو ترڅنګ د پوهنې وزارت له پروګرامونو ملاتړ او د ښوونیزو بنسټونو ساتنه وکړي.
ارزګان
د ارزګان والي الحاج مولوي محمد علي جان احمد د دغه ولایت د پوهنې، اقتصاد او سیمه ییزو ادارو له یو شمېر مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د دغه ولایت د پوهنې د وضعیت د ښه والي په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شمس الله کامران اخندزاده د دغه ولايت د دولتي ادارو د ټولو رسمي او خدمتي کارکوونکو لپاره د سواد زده کړې د کورسونو د جوړولو وړانديز وکړ چې د دغه ولايت د مشرتابه له لوري يې هرکلى وشو.
لغمان
د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولايت په علينګار ولسوالۍ کې د سنګر دوه نمبر نجونو ښوونځي د جوړېدو چارې وڅارلې.
ده څرګنده کړه: دغه ښوونځى په پام کې ده چې په دوه پوړونوکې د عاطف سکيټ ساختماني شرکت له خوا د ٤٠٠ متر مربع ځمکې په ساحه کې د ٢٩٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شي چې لګښت يې د يوې همکارې موسسې له خوا ورکول کيږي.
ياد ښوونځی ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت د پوهنې رياست د دغه رياست د نوي تشکيل له تصويبولو وروسته د دې رياست له مسؤلینو او کارکوونکو سره د هغې د ګټو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د دې پلان په تطبيق سره به هيڅوک بې برخليکه نه شي او ټول اضافه بست کارکوونکي به په ورته بستونو کې وګمارل شي.
غزني
د غزني ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني د يادې ادارې له کاري څانګو څخه څارنه وکړه او د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو سره يې وکتل.
نوموړي د يادو څانګو د ستونزو د اورېدو پر مهال له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې ورځنۍ چارې د رياست له ټولو اصولو او مقرراتو سره سمې کړي او کاري ډسپلين دې په پام کې ونيسي.