د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د خبرونو لنډيز
دایکنډي
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې پلاوي، د دایکنډي ولایت له پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار سره په کتنه کې، د یاد ریاست اداري، تدریسي او ښوونیزې چارې و ارزولې.
له یاد ریاست څخه د یو بل خبر له مخې:
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د دايکنډي ولايت له پوهنې سرپرست سره وکتل.
په یاده کتنه کې دواړو لورو د ښوونیزو بنسټونو ترمنځ په لازياتې همغږۍ ټينګار وکړ.
لغمان
د پوهنې وزارت له لوري د لغمان ولایت پوهنې ریاست ته ۱۹۷۹۴ ټوکه د اسلامي زده کړو کتابونه واستول شول؛ تر څو د یاد ولایت د مدارسو زده کوونکو ته یې ورسوي.
ننګرهار
د ننګرهار پوهنې ریاست د یاد ولایت په کامه ولسوالۍ کې د دارالعلوم له ۵۲ تنو فارغانو څخه د د ځانګړي کانکور آزموینه واخیسته؛ ترڅو له یادې پروسې څخه بریالي کسان د ننګرهار ولایت په دیني مدارسو کې د استادانو په توګه وګمارل شي.
ویل کیږي چې د یادو فارغانو له ډلې ۱۹ تنه یې ښځینه دي
