د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه
- نورستان
د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د اشتیوی عالي لېسې لپاره د زده کونکو علمي کچې لاښه والي په موخه، لابراتوار ټولګي جوړ شول.
- کندهار
- د کندهار ولایت ریګستان ولسوالۍ د مدارسو ۲۰ تنو مهتممینو د مسلکي وړتیا لوړولو لپاره، یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
- پکتیا
د پکتیا ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ د سپورټ او فزیکي فعالیتونو پراختیا په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د بدني روزنې ۳۰ تنو ښوونکو لپاره پرانیستل شو.
- پکتیکا
د ځایي خلکو لخوا د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د قدیر احمدزي لیسې سره د ۲۶ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه، چې د لمریزې برېښنا سیسټم جوړولو لپاره ولګول شوې.
