د پوهنې وزارت خبرتیا د داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۵۸
3225

د کابل ولایت پوهنې ریاست د سینما پامیر په سیمه کې د ۳۷.۴۴ متره مربع مساحت سره یو باب (۲) نمبر دوکان، چې د کابل ولایت پوهنې ریاست پورې اړوند دی، د (۳۷۰۰۰) افغانیو میاشتنۍ کرایې سره په سربسته ډول داوطلبۍ اعلان ته سپاري.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي، پورته ملکیتونه کرایه کړي، کولی شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه د ۲۱ورځو په اوږدو کې د کابل ولایت پوهنې ریاست د ودانیو د ملکیتونو او ښوونځیو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت ته، کوم چې د کابل ښار، شاه دوشمشیره ولي زیارت ته څېرمه، خواجه عبدالله انصاري لېسې ته مخامخ، معارف مطبعې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري؛ شرط‌پاڼه کتلی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS