د پوهنې وزارت خبرتیا!
هغه خصوصي ښوونځي چې زده کړي يي له لمړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د وږي له لومړۍ نیټې څخه پیل کړي، کولی شي په لاندې ډول فیس ترلاسه کړي:
۱ـ د وري له میاشتې څخه تر زمري میاشتې پورې د فیس اخیستل:
هغه خصوصي ښوونځي چې د قرنطین په موده کې د لرې واټن زده کړې (آنلاین زده کړي) وړاندی کړي او د زده کوونکو د والدینو په رضایت سره یي په دې زده کړو کې برخه اخیستې وي کولی شي یوازې د زده کونکو څخه ۵۰ سلنه فیس واخلي که چیرې خصوصي ښوونځې د زده کونکو څخه د دي دورې مکمل فیس اخیستی وي، دوی مکلف دي چې ۵۰ سلنه فیس بیرته والدینو ته ورکړي یا هم په راتلونکو میاشتو کې یی اجرا کړي.
۲ـ د وږې له میاشتې څخه تر لیندۍ میاشتې پورې د فیس اخیستل:
حضوري زده کړي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې په رڼا کې او د پوهنې وزارت د لارښوونو پر اساس چې د وږي په لومړۍ نیټه پیل شوي، خصوصي ښوونځي کولی شي چي خپل فیسونه مکمل ترلاسه کړي.
د دې په پام کې نیولو سره چې آنلاین زده کړې مرسته کونکی او حمایتي حساب شوي، نو خصوصي ښوونځي مکلف دي چې د وږي له لومړۍ نیټې څخه د تعلیمي کال د پلان په مطابق زده کړې له لومړۍ څخه پیل کړي.
یادونه: پورتني تصمیمونه د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې له چارواکو سره له هراړخیزې مشورې وروسته نیول شوي او پلي کیږي.