د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئیس د بغلان ولایت له پوهنې  ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
vdv

د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئيس مولوي عبدالرحمن حميدي په مشرۍ یو پلاوي، د ښوونځيو او خصوصي ښوونیزو بنسټونو د فعاليتونو د څېړلو په موخه، د يوه کاري سفر په ترڅ کې بغلان ولايت ته سفر وکړ.
د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئیس د یاد ولایت د پوهنې له رئیس محمد نور عزیزي سره په کتنه کې، د خپل سفر موخې بیان کړې او د پوهنې رياست د پرمختګ، کاري پلانونو او ستونزو په اړه یې ورسره تفصيلي خبرې وکړې. 
د پوهنې وزارت پلاوي، د ياد ولايت د مرکز اړوند له يو شمېر ښوونځيو او خصوصي ښونيزو بنسټونو څخه ليدنه وکړه او هغوی ته يې د اداري او تدريسي چارو د لا ښه والي په موخه يو لړ لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۲
Background image

نن په کابل کې د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو

د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو هغو مجاهدینو څخه، چې د ج.هادي فعالیتونو له امله د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې وو، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې په پرانیسته کې، د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۰
Background image

له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو لنډیز

ننګرهار
د ننگرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د هدیاخېل لېسې اوبو رسولو شبکه د ۹۱۰۰ افغانیو په لګښت د سیمې اوسېدونکو او د ښوونځي کارکوونکو له خوا ترمیم شوه.

سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سپورټي سیالیو خزاني پړاو پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو، د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې د سپورټي لوبډلو ترمنځ خزاني سیالۍ پیل شوې.
د. . .

BACK TO NEWS