د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس خوست ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» په رسمي سفر خوست ولایت ته لاړ.
په پیل کې نوموړي د یاد ولایت له پوهنې چارواکو سره د لیدنې پر مهال، د خوست ولایتي مسئولینو له لوري د تود هرکلي مخامخ شو او په یاد ولایت کې یې د هغه له شتون څخه خوښي څرګنده کړه.
د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د خوست ولایت پوهنې رهبرۍ او چارواکو په ملتیا، د پوهنې ریاست د اداري فعالیتونو څخه له نږدې څارنه ترسره او د ټاکل شویو چارو لاښهوالي، د اسنادو د چټک طی مراحل کولو او د مراجعینو د ستونزو حل په موخه یې له چارواکو سره خبرې او نظرونه تبادله کړل.
د پوهنې وزرات د مقام د دفتر لوی رئیس د پوهنې له ولایتي چارواکو څخه وغوښتل چې د زدهکوونکو د تعلیمي چاپېریال لاښه والي، د ښوونکو د ستونزو حل او د ښوونیزو خدمتونو کیفیت لوړوالي لپاره جدي هڅې وکړي.
د پوهنې ریاست کارکوونکو هم نوموړي ته ډاډ ورکړ چې دوی به په بشپړې ژمنتیا او اخلاص سره خپلې دندې ترسره کړي.