د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس لوګر ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۴:۲۶
14

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» د عمریه دیني مدرسې لپاره د دوه جرېبه ځمکې تثبیت لپاره، د لوګر ولایتي او پوهنې چارواکو سره د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

همدارنګه نوموړي د لوګر ولایت له مقاماتو، پوهنې مسئولینو او نورو سیمه ییزو چارواکو سره په یوه غونډه کې څرګنده کړه: د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه د عالي مقام د فرمان پر بنسټ او د پوهنې وزارت د رهبرۍ لارښوونې ته په پام سره، پرېکره وشوه چې د لوګر ولایت د میوو او سبزیو مارکېټ تر څنګ ۲ جرېبه ځمکې د عمریه دیني مدرسې جوړولو لپاره وقف شي او پرې د یادې مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د عمریه دیني مدرسه د لوګر ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS