د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
514

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له خوا د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.

لومړی، د پوهنې وزارت د مقام د دفتر محترم لوی رئیس په ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل وګاڼه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات په اداري څانګو کې د کارونو لا ښه والي لپاره پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړه: په اسلامي نظام کې دندې یو مسئولیت دی او اسلامي نظام د الله تعالی له لوري یو نعمت دی چې زموږ مجاهد پرور ملت ته ورکړل شوی دی؛ نو اړینه ده چې موږ په دې برخه کې خپلې دندې په صادقانه او بشپړ اخلاص سره اداء کړو.

ورپسې د څېړنو رئیس هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د افغانستان .ا.ا. مشرتابه عالي مقام او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه یې د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه د لارښوونو او پرېکړو په رڼا کې پلې کړي.

غونډه د یاد وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري له خوا دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت شکرک منځني ښوونځي اړوند ۲ جرېبه ځمکه بېرته پوهنې ته ولېږدول شوه

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد وايي: د شکرک منځني ښوونځي د ۲ جرېبه ځمکې په اړه لس کلنه لانجه د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په همکارۍ پای ته ورسېدله او یاده ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د ننګرهار ولایت له تعلیمي وضعیت څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یاد وزارت د مالي چارو رئیس مولوي صدرالدین سعد په ملتیا، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د خوږیاڼو ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۹
Background image

د هېواد په ولایتونو کې د دیني مدارسو طلابو ترمنځ د صرف او نحوې سیالۍ پیل شوې

د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست د ځانګړي پلان سره سم، د مدارسو او دارالعلومونو د طلابو علمي کچې لوړولو لپاره، د هېواد په ولایتونو کې د "صرف او نحوې" سیالۍ پیل. . .

BACK TO NEWS