د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د فراه ولایت ته سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۹:۴۰
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د فراه ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د فراه ولایت د تعلیمي وضعیت د ارزونې په تیره بیا د جهادي مدرسې او دارالایتام د چارو د څارنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
 هغه غونډه چې د معین صاحب د هرکلي په مناسبت جوړه شوې وه نوموړي پکې په خپله وینا کې د یادې مدرسې د مسئولینو او استادانو علمي خدمتونه وستایل، زده کوونکو ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو په خپلو درسونو کې هڅاند واوسي، وخت ضایع نه کړي، د استادانو، والدینو او مشرانو درناوی وکړي، خپلو مسئولیتونو ته متوجه واوسي او ټولنې ته د سالمو شخصیتونو په توګه خدمت او کار وکړي.
 په یاده لیدنه کې محترم معین صاحب د جهادي مدرسې او دارالایتام له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل، د تدریسي او اداري چارو، د زده کوونکو د علمي سویې، چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه یې وکړه او مسئولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۵۴
Background image

په جوزجان ولایت کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله علیه) ښوونځي بنسټ ډبره د ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په ایتمه قلعه کلي کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله علیه) ښوونځي بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، د محلي ادارو چارواکو او د خلکو د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۱
Background image

پکتیکا ولایت کې "د اسلام اساسات" ازموینې پایلې اعلان شوې

«د اسلام اساسات» ازموینه، چې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د پوهنې همکار فکري او کلتوري بنسټ لخوا اخیستل شوې وه، پایلې یې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې اعلان شوې.
په یاده ازموینه کې محبوب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د پوهنې محترم وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د یو رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو او د ښوونیزو پروګرامونو له آمرینو. . .

BACK TO NEWS