د پوهنې وزارت سره د وار چایلد کانادا موسسې (War Child Canada) همکارۍ دوام لري

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۶:۲۸
د پوهنې وزارت سره د وار چایلد کانادا موسسې (War Child Canada) همکارۍ دوام لري

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلی رنګینه حمیدي، د وار چایلد کانادا (War Child Canada) موسسې د مسوول ښاغلی نایت کریم سره دوشنبه د وږې په ۲۴مه په خپل کاري دفتر کې ولیدل

ښاغلی نایت کریم د وزارت د مشري څخه مننه وکړه او وویل: چې د وار چایلد کانادا (War Child Canada) موسسه د ماشومانو د تعلیم په برخه کې چې د جګړې او نا امنیو له امله زیانمن شوی او له سواد څخه بې برخې شوي دي له دغه وزارت سره همکاري کوي، او د پخوا په شان د یو پیاوړي مرستیال په توګه د پوهنې وزارت سره پاتي کیږي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلی رنګینه حمیدي، په افغانستان کې د ماشومانو د پوهنې په برخه کې د وار چایلد کانادا (War Child Canada) موسسې له همکارۍ له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دوی همکارۍ کولی شي د سواد زده کړې بې برخې ماشومانو لپاره د پالیسۍ پلي کولو او د کیفیت لرونکي ښوونې خدمتونو وړاندې کولو کې د پوهنې وزارت پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه

د سیمې د متدینو خلکو لخوا، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په ارخي کلي کې د دار الحفاظ لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه.
د دغې ځمکې د سپارلو په مراسمو کې پوهنې چارواکو، د دارالحفاظ او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کمال خېل منځني ښوونځي لپاره د ۵.۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د لمریزې برېښنا دغه نوی سیسټم د ښوونځي د مدیر، ښوونکو او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

د بامیان ولایت یوې لېسې سره د ۷۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکو د اړینو اداري او تدریسي تجهیزاتو پېرودلو په موخه، د یادې ولسوالۍ د شنیه اخضرات عالي لېسې سره د ۷۴ زره ۲۰۵ افغانیو مالي مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS