د پوهنې وزارت سرپرست په حضور کې له ۲۷۰ تنو راستنېدونکو زده‌کونکو څخه آزموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۱:۸
15

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره د آزموینو لړۍ په دوام، دا ځل د کابل ښار پوهنې ریاست، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په حضور کې، له ۲۷۰ تنو کډوالو زده‌کونکو څخه د هغوی د ښوونیزې کچې معلومولو په موخه آزموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د پوهنې وزارت سرپرست په خپله علمي وینا کې د راستنېدونکو کډوالو هرکلی وکړ او د علم او پوهې د ارزښت په تړاو یې د خبرو پر مهال څرګنده کړه، چې د افغانستان.ا.ا. د حاکمیت له امله په هېواد کې د زده‌کړې لپاره بشپړ امن او خوندي چاپېریال برابر شوی دی. 
نوموړي په ​​راستنېدونکو کډوالو غږ وکړ، چې له دغه خوندي چاپېریال او آسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي، خپل ماشومان مدارسو او ښوونځیو ته واستوي او د دښمنانو هغو بې بنسټه تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسئ، چې وایي په هېواد کې امن او خوندي چاپېریال وجود نه لري.
په ورته وخت کې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني هم د هېواد په پرمختګ او د ټولنې په هوساینه کې د ښوونې او روزنې اهمیت په اړه خبرې وکړې او په پورته ذکر شوې آزموینه کې یې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۷
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت
د مرکز اړوند په شش‌قلعه کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته د یو باب ښوونځي لپاره ۳ نوې درسي ټولګي په پاخه او اساسي بڼې جوړ شول،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) له دارالعلوم څخه نږدې ۱۰۰ تنه طلاب فارغ شول

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له خوا، د امام ابوحنیفه (رح) دارالعلوم د دولسم او څوارلسم ټولګي ۹۹ تنو فارغانو لپاره د فراغت شانداره مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

BACK TO NEWS