د پوهنې وزارت محترم سرپرست د پکتیکا ولایت له امام بخاري «رح» درالایتام څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۴
ghj

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، چې د پکتیکا ولایت د تعلیمي وضعیت په ارزونه بوخت دی، د یاد ولایت پوهنې ریاست مسئولینو او یو شمېر علماءکرامو په ملتیا، د امام بخاري «رح» دارالایتام څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو د تعلیمي وضعیت او علمي کچې ارزونې پرمهال یې د اړوندې ادارې له مهتممینو او طالب العلمانو سره وکتل.

د پوهنې وزارت محترم سرپرست په خپله وینا کې د هېوادبچیانو، په ځانګړي ډول د یتیمو او اړمنو ماشومانو لپاره د تعلیمي آسانتیاوو برابرولو ته په اشارې سره وویل: "په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو وړاندې کول چې زموږ د پلانونو او دندو په سر کې ځای لري، د یاد وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او موږ به په یاده برخه کې خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندۍ کړو.

نوموړي زیاته کړه: " د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو سالمه ښوونه او روزنه خپله دیني او ملي دنده ګڼو او ورته ژمن یو."

ورپسې د ذکرشوي دارالایتام چارواکو هم د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه له ورتګ تود هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د پوهنې وزارت محترم سرپرست له هڅو قدرداني وکړه.

په پای کې، د یاد دارالایتام مسئولینو یو لړ وړاندیزونه او ستونزې هم د پوهنې وزارت له محترم مشرتابه سره شریکې کړې، چې د محترمې رهبرۍ لخوا ورته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په لارښوونه «د معاشونو سیسټم » تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو

پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په لارښوونه، د پوهنې او مالیې وزارتونو د معاشونو سیسټم  تر سرلیک لاندې د مالي او حسابداري ریاست په کارکوونکو سربېره، د مرکز او ولایتونو د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

د تخار ولایت د ښوونځیو اداري کارکوونکو لپاره مسلکي ورکشاپ جوړ شو

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښوونځیو ۹۷ تنو تازه ګمارل شویو اداري او اجرایوي کارکوونکو لپاره "د مسلکي وړتیا لوړولو" په اړه درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ولایت پوهنې چارواکو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د هلمند ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره "د قرارداد قانون" په اړه سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت پوهنې ریاست د تدارکاتو، خدماتو، مالي چارو، ملکیت، ودانیو مدیریت او د څارنې مدیریت کارکوونکو لپاره "د قرارداد قانون" په نوم یو ورځنی سیمینار ترسره کړ.
د یاد سیمینار پر مهال. . .

BACK TO NEWS